Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    رایډ فلوکس د سویلي کوریا لومړی تادیه شوی بار وړلو جواز وګاټه

    اپریل 16, 2026

    د متحده عربي اماراتو ولسمشر او د اروپايي ټولنې شورا مشر د سیمه ییز امنیت په اړه خبرې وکړې

    اپریل 15, 2026

    د جنوبي کوریا د موټرو صادرات د مارچ په میاشت کې د هایبرډ غوښتنې سره سم لوړ شوي دي

    اپریل 15, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    غږ جریدهغږ جریده
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    غږ جریدهغږ جریده
    کورپاڼه » کېمېن صنعتونه (Kemin Industries) نوی نړیوال شعار وړاندې کوي: Compelled by Curiosity™
    PR Newswire

    کېمېن صنعتونه (Kemin Industries) نوی نړیوال شعار وړاندې کوي: Compelled by Curiosity™

    جنوري 15, 2024
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    نوې شعار د ژوند د بدلون لپاره د شرکت د لرلید تر شا محرکه ځواک او د نړیوال کاري ځواک او د صنعتونو په کچه د پیرودونکو ترمنځ مشترک واحد کیفیت منعکس کوي

    دېس موینېس، آیووا، جنوري 15، 2024 /PRNewswire‏/ — کېمېن صنعتونه ‎(Kemin Industries)، د اجزاوو یا ترکیبي مواد نړیوال تولیدوونکی چې کوښښ کوي په خپلو محصولاتو او خدماتو سره د نړۍ د 80 سلنه خلکو لپاره د ژوند په کیفیت کې بدلون راولي، نن ورځ خپل نړیوال شعار وړاندې کوي: Compelled by Curiosity™‏.

    دغه شعار به د نړۍ په کچه وکارول شي ترڅو د یوه شرکت په توګه د کېمېن د ذاتي کنجکاوۍ په څرګندولو کې مرسته وکړي او دا چې سازمان نوښت، ګډې همکارۍ او د بې پایه امکاناتو سپړنې ته اړ کړي. د ساینس په پیاوړي بنسټ د رامنځ ته شوي شرکت په توګه، کېمېن له معلوماتو څخه په استفادې سره نوښت رامنځ ته کوي ترڅو داسې خلاقانه حللارې او محصولات وړاندې کړي چې وکولای شي د سبا ورځې اړتیاوې پوره کړي. د کنجکاوۍ مشترکه روحیه د نړۍ په کچه د شرکت په کاري ځواک کې یووالی راولي او د خلکو، کورنیو ژوو، او نباتاتو په ژوند او پر ځمکه باندې د مثبت بدلون لپاره د کېمېن دغه روحیه د یاد شرکت له هڅو څخه څرګندېږي.

    “Compelled by Curiosity په ډېره عالي توګه د کېمېن روحیه انځوروي: موږ یو متنوع کاري ځواک یو چې زموږ په کاري ځواک کې داسې پراخ فعالیتونه، صنعتونه او سیمې شاملېږي چې د واحدي کنجکاوۍ له لارې مخ ته وړل کېږي او موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ژوند د بدلون لپاره زموږ د لرلید په لور رهبري کوي”، د کېمېن عمومي مشر او اجرایوي رییس ډاکټر کرېس نېلسن وویل. “د کېمېن ترکیبي مواد په ګڼو ورځنیو محصلاتو کې لیدل کېږي— له هغو خوړو نیولې چې موږ یې خورو تر هغو سونګ توکو پورې چې زموږ موټر ورباندې چلېږي. موږ کولای شو له خپلې پوهې او نمونوي حللارو او محصولاتو څخه په استفادې سره د موږ ټولو لپاره په ژوند کې بهبود راولو. زه خوښ یم چې موږ دا محال د داسې شعار لرونکي یو چې دا پیغام په لنډ ډول زموږ له کارمندانو، پېرودونکو، او ټولنو سره شريکوي.”

    نوی شعار چي د کېمېن برنډ د هویت د ارتقاء او په مختلفو صنایعو کې د شرکت د توحید په موخه جوړ شوی دی، د کېمېن د تاریخ او راتلونکو آرمانونو څرګندويي کوي. په 1961 کې د دې شرکت د تاسیس راهیسې، کنجکاوي د کېمېن او د یاد شرکت د بنسټ اېښودونکو R.W.‎ او ماري نېلسن په زړه کې ځای لري. د نورو د خدمت لپاره د هغوی لېوالتیا د دې سبب ګرځېدلې ده چې د کرنې د صنعت لپاره د خوراک طعم، مزرعه ساتونکي مواد، او انټي اکسېډېنټونه رامنځ ته کړي، او هغوی د R.W.‎ د پلار د پسونو په غوجل کې د مينځلو په ماشین کې د ترکیبي اجزاوو په مخلوطولو سره د کېمېن یو له لومړنیو محصولاتو څخه تولید کړی دی.

    نږدې د شپږو لسیزو په تېرېدوو سره، کنجکاوي لا هم کېمېن هڅوي چې د صنایعو په کچه او تر 120 څخه په ډېرو هېوادونو کې پېرودونکو ته خدمات وړاندې کړي. په کلني ډول تر 1 ملیارد امریکايي ډالرو د ډېر پلور په لرلو سره، دغه څو ملیتي کورنی شرکت له خپل تخصص څخه په ماليکیولي علم او اصلي تکنالوژۍ کې استفاده کوي ترڅو له عملیاتي ګټو سره داسې محصولات وړاندې کړي چې د خلکو، کورنیو ژوو، تولیدي ژوو، نباتاتو، او د ځمکې روغتیا او خونديتوب ته بهبود ورکړي.

    “زموږ کنجکاوي هغه څه دي چې موږ اړ باسي—او موږ مخ پر وړاندې ځغلوي—ترڅو له ساینس او د نوښت له روحیې څخه په استفادې سره د نړۍ پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړو. نېلسن وویل، “موږ له لابراتوار څخه د باندې ګورو ترڅو نړۍ ووینو، له هغه څخه وړاندې چې شتون لري وګورو—هغه څه وګورو چې کېدی شي شتون ولري. “نيلسن په ساده توګه وویل، موږ Compelled by Curiosity یاستو.”

    د کېمېن د نوي نړیوال شعار په اړه د معلوماتو لپاره دلته کلېک وکړئ.

    د کېمېن صنعتونه (Kemin Industries) په هکله

    کېمېن صنعتونه (www.kemin.com) د اجزاوو یا ترکیبي مواد نړیوال تولیدوونکی دی چې کوښښ کوي په خپلو محصولاتو او خدماتو سره د نړۍ د 80 سلنه خلکو لپاره د ژوند په کیفیت کې بدلون راولي. یاد شرکت د بشر او حیواناتو د روغتیا، د کورنیو ژوو د خوراک، لامبو وهونکو، د خوړو د تکنالوژۍ، کرنیزې تکنالوژۍ، ټوکرو، سونګ توکو، او د حیواني واکسينو د صنعتونو لپاره تر 500 ډېرې ځانګړې مادې یا ترکیبي مواد چمتو کوي.

    له نيمې پېړۍ راهيسې، کېمېن ژمنه کړې چې د صنعتي ننګونو د له منځه وړلو په موخه به له عملي ساینس څخه استفاده کوي او تر 120 څخه په ډېرو هېوادونو کې د پېرودونکو لپاره محصولات او حللارې وړاندې کوي. کېمېن د کیفیت، مصئونیت، او د خوړو مؤثریت، تغدیې، او د روغتیا اړوند مصحولاتو په اړه خپل تعهد ته په پام سره، د مخ پر ودې نفوس د تغذیې لپاره ترکيبي مواد چمتو کوي.

    کېمېن یو شخصي، او کورنی (فامیلي) شرکت دی چې په 1961 کال کې تاسیس شوی دی او په 90 هېوادونو کې له 3000 څخه ډېر نړیوال کارمندان او فعالیت لري، چې په دې کې په بلجیم، برازیل، چین، مصر، هند، ایټالیا، سان مارینو، سنګاپور، جنوبي افریقا، او متحده ایالاتو کې تولیدي تاسیاست شاملېږي.

    رسینزې اړيکې:

    لاورېن اېم. جي. برټ ‎(Lauren M.G. Burt)، د نړیوالو اړیکو مشر، ‎+1 (515) 249-4219‏، lauren.burt@kemin.com

    © Kemin Industries, Inc.‎ او د هغوی د کمپنیو ګروپ 2024. ټول حقونه خوندي دي. ® ™ د Kemin Industries, Inc.‎ سوداګریزې نښې، د امریکا متحده ایالات

    ځانګړي بیانونه، د محصول لېبلېنګ او ادعاګانې ښايي جغرافیې یا حکومتي غوښتنو ته په پام سره متفاوتې وي.

    لوګو – https://mma.prnewswire.com/media/901853/Updated_Kemin_Logo.jpg

    مربوطه لیکنې

    CBD ګوانګجو 2026 به د جولای په میاشت کې د ګلوبل بلډنګ ډيکوريشن او سمارټ کور د پرمختګ ننداره وکړي

    اپریل 14, 2026

    د طبي انځورګرۍ اصلي برخود محدوديت ماتول: VITAL MedTech د CMEF 2026 کې له موادو تر طبي سیسټمونو پوري خپل بشپړ یوځای شوی تولیدي بهیر حل وړاندې کړ

    اپریل 14, 2026

    Segway Powersports د 139مې کینټن مېلې کې د تر ټولو مهم سوپر ویلین SX20T او AT10 W MUD وړاندې کوي

    اپریل 11, 2026
    تازه خبرونه

    رایډ فلوکس د سویلي کوریا لومړی تادیه شوی بار وړلو جواز وګاټه

    اپریل 16, 2026

    د متحده عربي اماراتو ولسمشر او د اروپايي ټولنې شورا مشر د سیمه ییز امنیت په اړه خبرې وکړې

    اپریل 15, 2026

    د جنوبي کوریا د موټرو صادرات د مارچ په میاشت کې د هایبرډ غوښتنې سره سم لوړ شوي دي

    اپریل 15, 2026

    د نړۍ د نوي کیدونکي انرژۍ ظرفیت د ۶۹۲ ګیګاواټو زیاتوالي وروسته ریکارډ ته ورسید

    اپریل 14, 2026

    شیخ خالد د متحده عربي اماراتو او چین د اړیکو د ژورولو لپاره بیجینګ ته سفر پیل کړ

    اپریل 13, 2026

    د کوریا بانک د اووم هولډ لپاره نرخ په 2.5٪ کې ساتي

    اپریل 11, 2026

    عبدالله بن زاید، کجا کالس د متحده عربي اماراتو او اروپايي اتحادیې اړیکې بیاکتنه کوي

    اپریل 10, 2026

    د چین انفلاسیون په مارچ کې ۱٪ ته ورسید ځکه چې PPI مثبت شو

    اپریل 10, 2026
    © 2024 غږ جریده | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.